Pages

Wednesday, January 31, 2018

جانانه ! تا د زړه دننه چی د ور ساتمه


 جانانه ! تا د زړه دننه چی د ور ساتمه
بیا ولی لاری د راتلو دی په نظر ساتمه

زه یی ښائست لټوم تا امن په وینو کړو رنګ
ته یی خنجر لاندی ساتی ، زه په ځیګر ساتمه

په دشت د مینی کښی یوه ونه هم نه ښکاریږی
تا به په خپل سیوری ساتم ځان به په نمر ساتمه

لمبو کښی ګیر دے د شپونکی د شپیلۍ غږ نه خیژی
زه د نغمو ارمان په زړه لا د شین غر ساتمه

ته له انکار می ویره ولی کړی منکر به نه شم
ستا الزامونه ستا د پاره په خپل سر ساتمه

مونږه چی یو اېمان لرو او یوه ژبه لرو
زه به په زړه کښی څه رنګ برید د لر و بر ساتمه

سپوږمۍ ته ګورم نو ستا عکس راته ښکاری پکښی
تانه به هیر یم خو له تانه ځان خبر ساتمه

کور له چی راشی مخ نیوے به خامخا کومه
زه به تر کومی پوری ځان له دغی شر ساتمه

اقدار بدل شو ګرانه ! دومره هم بدلون نه منم
زه په خپل فن کښی روایات د هشنغر ساتمه


اکرام الله ګران بابا 

No comments:

Post a Comment