Pages

Thursday, February 1, 2018

وو شین سپرلی دَ سرو ګلونو دَ خندا موسم وو

وو شین سپرلی دَ سرو ګلونو دَ خندا موسم وو
زۀ چــــــې اول اول مئین ومه هم دا موسم وو

تانه منکی پۀ ګودر هېر مانه شپېلۍ ګـــــــوتو کښې
که بي پروا وو مـحــبـت حو ورخطا مـــــــوسم وو

سحـــر دیدن غرمه دیدن هم ماذېګر او مــــــــاښام
مجنون مجنون وو هر یو وخت لیلا لیلا موسم وو

ښه مې شئ یار چې یار دَ نوو واعدو لـــوظ کــــوو
دَ کـــجـــورې نه کډي تـــلي او دَ تیرا مـــــوسم وو

ســحـــر نــسیــمــــــه هغه زۀ او تۀ دَ غــرۀ پۀ لاره
چــــې راروان وو څـــه دَ ناز او دَ ادا مــــوسم وو؛

💝سحر نسیم افریدي

 زه خو به خود کوم سحر ماښام ژړا ورپسی
اوښکی بهیږی تر چشمانو د هر چا ورپسی

هغه به خود تر خپل منزله سلامت رسیږی
چی مور او پلار یی هر ساعت کوی دعا ورپسی

نور یی نازونه وړلے نشم نور یی نه نازوم
که راځی رادی شی که نه راځی بلا ورپسی

ډیرو خوبانو می په زړه حکمرانی کړی ده
کله دعا ورپسی کړم کله ښیرا ورپسی

آزاده ! زه که لیونے او مجنون نه شومه هم
لږ سودایی خو به نو شمه خامخا ورپسی


آزاد خان آزاد

سترګی دی پریږده چی خوبونه کوی
دا چی غړیږی نو قتلونه کوی

ما هم که وکړه نو څه بد می وکړل
مینه خو واړه اولسونه کوی

زړه کښی زما خوږی خوږی خبری
څومره ژور ژور ځایونه کوی

زه خواست کوم چی څه عمل دے پکار
ښکلے اشنا می تش لوظونه کوی

زړه می د غوښی دے دکاڼی نه دے
غوږ ورته کیده فریادونه کوی

اوس لیونے صابر بدلی وایی
اوس چی وخت تیر شو ارمانونه کوی

ارواښاد ایوب صابر

راشه مه کوه ډير جور

راشه مه کوه ډير جور 
زه هم خوئي لرم يو طور

زه فرهاد د زمانې يم 
ته شيرينه د دې دور

د غماز په خلې مې وژنې 
نه انصاف لرې نه غور

په خبرو دې پوهيږم 
زه لا نه يم هسې ثور

د ما زړه لکه د باز دې 
که ته رنګ لرې د مور

ګوندې راشې په منګلو 
درته پروت يم لکه بور

په #خوشحال کړې ځينې چارې 
د غمزې په هور او زور

خوشحال خان بابا

اى د محبت يقينه تورې اندېښنې شه

اى د محبت يقينه تورې اندېښنې شه 
اى د صدق سپينې ورځې راشه تورې شپې شه

څو به يې د ځان په معرفت له هوشه لرې 
راشه چې دې پوه کړمه لږ ځان ته رانزدې شه

ستا په التفات مې هم قرار د زړه رانغى 
ځکه درته وايمه بيا بيا چې رانزدې شه

خواست کوې په سترګو په محشر کې هم ټګي کا 
اى د انتقام جذبه سوړ نه شې ورپسې شه

سل سره پيدا کړه که مقام د اشنا غواړې 
دا داسې منزل دى #حمزه ټول پښې پښې شه

حمزه بابا

راځئ چې د يو ساز خوږه نغمه شو پښتنو

راځئ چې د يو ساز خوږه نغمه شو پښتنو 
راځئ چې د يو جام مسته نشه شو پښتنو

راځئ چې په وطــــن د رڼا راج کړو پښتنو 
راځئ چې د يـــوې شمعې شعله شو پښتنو

انديش شمس القمر

د خندا ملګري ډېر دي ؛ د ژړا ملګري کم دي

د خندا ملګري ډېر دي ؛ د ژړا ملګري کم دي 
چې په غم کښې دې شريک شي د رښتيا ملګري کم دي 

چې نفرت کوي له تانه داسې يو دښمن هم ډېر دى 
چې د تا په سر ولاړ وي هزار ها ملګري کم دي

کوم سړى چې په دنيا کښې د هېچا ملګرى نه وي 
دا سړى ولې ګيله کړي چې زما ملګري کم دي

د زلميو په ټولي کښې د سرونو کمي نه شته 
د تيارو ملګري ډير دي ؛ د رڼا ملګري کم دي

يو له تا نه بغېر #درده هر سړى دغه ګيله کړي 
د خوبانو په ټولي کښې د وفا ملګري کم دي

رحمت الله درد