زه خو به خود کوم سحر ماښام ژړا ورپسی
اوښکی بهیږی تر چشمانو د هر چا ورپسی
هغه به خود تر خپل منزله سلامت رسیږی
چی مور او پلار یی هر ساعت کوی دعا ورپسی
نور یی نازونه وړلے نشم نور یی نه نازوم
که راځی رادی شی که نه راځی بلا ورپسی
ډیرو خوبانو می په زړه حکمرانی کړی ده
کله دعا ورپسی کړم کله ښیرا ورپسی
آزاده ! زه که لیونے او مجنون نه شومه هم
لږ سودایی خو به نو شمه خامخا ورپسی
آزاد خان آزاد

No comments:
Post a Comment