د خندا ملګري ډېر دي ؛ د ژړا ملګري کم دي
چې په غم کښې دې شريک شي د رښتيا ملګري کم دي
چې نفرت کوي له تانه داسې يو دښمن هم ډېر دى
چې د تا په سر ولاړ وي هزار ها ملګري کم دي
کوم سړى چې په دنيا کښې د هېچا ملګرى نه وي
دا سړى ولې ګيله کړي چې زما ملګري کم دي
د زلميو په ټولي کښې د سرونو کمي نه شته
د تيارو ملګري ډير دي ؛ د رڼا ملګري کم دي
د خوبانو په ټولي کښې د وفا ملګري کم دي
رحمت الله درد

No comments:
Post a Comment