Pages

Wednesday, January 31, 2018

زړه می مړ دے مسیحا شه یوه ساه راکړه جانانه


 زړه می مړ دے مسیحا شه یوه ساه راکړه جانانه
زه به غم درته ډالۍ کړم ته خندا راکړه جانانه

د حسرت په هدیره کښی چی راوګوری موسکۍ شی
دا یوه شیبه می بس ده بله بیا راکړه جانانه

خفه نشی په دی ټکی خپله برخه درنه غواړم
چی لمبی دی را کولی اوس رڼا راکړه جانانه

هر اندام می تر امکانه خپل وجود پسی ژړیږی
چی د نیشت په لاس کښی نه یم ابتدا راکړه جانانه

زه په سترګو در روان وم تا د زړه په لاره سر کړم
ما انا درنه غوښتله تا فنا راکړه جانانه

دا چی حد نه درنژدی یم بی ادبه یم دلبره
زما مینه زما جرم دے سزا راکړه جانانه


سید شاه سعود

اووایه شم تانه قربان څه اوکړم


 اووایه شم تانه قربان څه اوکړم
نور د دی د پاسه په ځان څه اوکړم

چابه د غم ډک ژوندون اخستے وو
بس خو چی پیدا شوم انسان څه اوکړم

ته خو به د زلفو کمڅۍ جوړی کړی
زه په دا شلیدلی ګریوان څه اوکړی

ستا په طمع ځانله پاتی شوے یم
ټول خو رانه لاړل یاران څه اوکړم

اوس خو زه خاطر ! په څه پوهیږم نه
تا چی کړمه داسی حیران څه اوکړم


ځوانی مرګ خاطر افریدے

ما د ورځی لټولو یار په هر مخ


 ما د ورځی لټولو یار په هر مخ
روستۍ شپه کښی راته اوخودو دلبر مخ

که لرګے په خله کښی خله د تبر نیسی
زه د زړه پرهر کښی نیسم د خنجر مخ

ستا د حسن پلوشی زما زړا شوه
لکه ګل په پرخه ووینځی سحر مخ

کاږه غشی په لینده وروځو راکاږه
ما ملنګ ورته نیولے د ځیګر مخ

که په تور مخ سپینه خله راکړی ثواب دے
غرخو تور وی ښکلوی سحر د نمر مخ

په اهونو می اسمان لمنی سری کړی
په لوګو می لوغړن کړو د قمر مخ

په خلوت د زاهدانو صفا نه شو
شو تازه په میخانه د قلندر مخ


سلطان محمود قلندر

په تا به ونه شی لونګ دیواله


 په تا به ونه شی لونګ دیواله
زما په وینو باندی رنګ دیواله

مانه هم ټیټ شوی مانه دنګ دیواله
زما د کور د غولی ړنګ دیواله

په ړنګ دیوال اشتهار مه لګوه
په ړنګ دیوال خو وکړه ننګ دیواله

ما ته د خپل سیورې بښنه کوه
زه چی دی ناست یمه تر څنګ دیواله

په خزانو دی زمانی واوښتی
سیکو دی ونیولو زنګ دیواله

هغه چی لاس یی و زما په لاس کښی
تاته یادیږی هغه شرنګ دیواله


اتل افغان 

څه د جلوس څه د جلسی څه د غزا شهیدان


 څه د جلوس څه د جلسی څه د غزا شهیدان
مونږ بی هنرو پښتنو سره بلا شهیدان

په میدان ما جنګوی ماله شاباسی راکوی
خو دمیدان په ویش کښی نه منی زما شهیدان

زه د خپل یو یو ارمان یو یو څلی ښه پیژنم
پخپلو لاسو می ښخ کړی د وفا شهیدان

مونږه د یو جنګه خبر نه شو چی چا وګټو
مونږه د هره جنګه راوړه د دنیا شهیدان

مونږ د دی دور د فرات په غاړه مړه د تندی
مونږ د دی دور د تاریخ د کربلا شهیدان

خپل پردی کوم یو زورور پکښی سر ونه خوړو
دا د کابل شهیدان ښکاری په رښتیا شهیدان

چرته د یو څلی به پورته شی شغله د رڼا
په دی تیارو کښی دی هیر مه شه د رڼا شهیدان

نن سبا ډیر زورور نه منی رښتیا خبره
مونږه په نن سبا کښی واخله خامخا شهیدان


صاحب شاه صابر 

جانانه ! تا د زړه دننه چی د ور ساتمه


 جانانه ! تا د زړه دننه چی د ور ساتمه
بیا ولی لاری د راتلو دی په نظر ساتمه

زه یی ښائست لټوم تا امن په وینو کړو رنګ
ته یی خنجر لاندی ساتی ، زه په ځیګر ساتمه

په دشت د مینی کښی یوه ونه هم نه ښکاریږی
تا به په خپل سیوری ساتم ځان به په نمر ساتمه

لمبو کښی ګیر دے د شپونکی د شپیلۍ غږ نه خیژی
زه د نغمو ارمان په زړه لا د شین غر ساتمه

ته له انکار می ویره ولی کړی منکر به نه شم
ستا الزامونه ستا د پاره په خپل سر ساتمه

مونږه چی یو اېمان لرو او یوه ژبه لرو
زه به په زړه کښی څه رنګ برید د لر و بر ساتمه

سپوږمۍ ته ګورم نو ستا عکس راته ښکاری پکښی
تانه به هیر یم خو له تانه ځان خبر ساتمه

کور له چی راشی مخ نیوے به خامخا کومه
زه به تر کومی پوری ځان له دغی شر ساتمه

اقدار بدل شو ګرانه ! دومره هم بدلون نه منم
زه په خپل فن کښی روایات د هشنغر ساتمه


اکرام الله ګران بابا 

د سرو لمبو په لار درتلم لمبې مې نه پیژندې


د سرو لمبو په لار درتلم لمبې مې نه پیژندې
ستا استانه ورانه وه ستا کوڅې مې نه پیژندې

چې د طـــوطیانو د تنزرو آوازونه نه وو 
خدایه کنه!دغه نعرې سورې مې نه پیژندې

حالاتو داسې لیونې سپیلنې کړي ومه 
د خپلو غرونو د شپونکي ټپې مې نه پیژندې 

ستا غوڅو شونډو له مې قرض ټکورونه غوښتل
د خپل ریدي زړګي د داغ شوغلې مې نه پیژندې

مینې دې تل داسې خُمار خُمار ساتلی ومه
په میخانه کښې اوسیدم نشې مې نه پیژندې

ما خو ستا ذکر بی حسابه بی حسابه کوو 
ما خو اُلفت کوو تسبې مسبې مې نه پیژندې

ما که هر څو د زان سره راوړې شپې وې د غم 
زه سندربولی د سحر وم شپې مې نه پیژندې

ستا د جبین د سخاوت د پیزوینو نه زار
که په ژوندون مې وې خورې تیرې مې نه پیژندې

وه د سائل مدرسه خپله پښتنه ټولنه 
چارې د پت مې پیجندې پتنې مې نه پیژندې 

رحمت شاه سائل 

په فراق کښې دې لا مړ نه یم زنده یم


په فراق کښې دې لا مړ نه یم زنده یم
زه ستا اوښکو ته بی کچه شرمینده یم

که د چا هم احساسات رانه مجروح شې
بیا انسان نه یم ملګرو درنده یم

ارمان څله راپسی کوئ رادرومئ
زه څه تلی وخت خو نه یم ائینده یم

چې سفر یی تل د مینی سفارت دے 
زه د هغه قافیلی نمائینده یم 

سرحدونه می نظر کښی نه ځائیږی 
د نړی د هر وطن زه باشینده یم

چې نغمی کاندی رقصان په وچو شونډو 
زه د ژوند هغه شاعر او سازنده یم

سکون نه لرمه رازه!یو ګړی هم
لکه وینه په وجود کښی ګرځینده یم

سلیم راز

ما دی دربار ته وی دروړی په لیمو کښی اوښکی


 ما دی دربار ته وی دروړی په لیمو کښی اوښکی
تا چی انکار وکړو درولویدی په ښپو کښی اوښکی

د هغی پیغلی د زړګی په حال به خدای وی خبر
چی یی له سترګو راڅڅیږی په اوړو کښی اوښکی

شبنم به ویاړ کوی په ځان چی مونږ ګلونه وینځو
خو مونږ د ګل د پاره تویی کړو په ازغو کښی اوښکی

لکه ګلاب چی د ازغو له منځه ولویږی زر
داسی می نه دری تر ډیره په بڼو کښی اوښکی

ما ' بخت ! ډیر ځل مړۍ خوړلی ده د اوښکو سره
ډیر ځل می څکلی دی له غمه په اوبو کښی اوښکی

داودبخت مندوخیل 

د میکدی به خدای قضا راوسته


 د میکدی به خدای قضا راوسته
چی یی اختیار کښی د ملا راوسته

منم رهبر پخپله مخکی لاړو
خو قافله خو یی په شا راوسته

څومره جونګړو ته دی اور ورته کړو
چی خپل محل ته دی رڼا راوسته

د زرو بت ته یی سجده ونه کړه
خدای زما مینه سر بالا راوسته

ته یی چی ته زما حیا اخلی
زه یم چی ما د ستا خیا راوسته

ما په زړا ژړا خندا غوښتله
تا په خندا خندا ژړا راوسته

چا درته وی چی زړه کی ځای ورکوه
سلیمه ! کور ته دی بلا راوسته


سیف الرحمن سلیم 

ژوندون که د الفت د باریکاتو نه خالی شی


 ژوندون که د الفت د باریکاتو نه خالی شی
په تش ګبین څوک څه که چی د شاتو نه خالی شی

زما اوستا تر مینځه د نظر جنګونه ډیر شه
او نور دی ټول وطن د واریداتو نه خالی شی



په مینه که ولی شوی خو جانانه دا هم واوره
نفرت سره ولی د کراماتو نه خالی شی

د کور خلق می ستړی په دمونو په ټوټکو شو
چی سر می ستا د مینی د جناتو نه خالی شی

د ښه وخت یاران ډیر دی او په سخته کښی څوک نه وی
تیارو کښی ائینه د کمالاتو نه خالی شی

په دغه کښی خو ژوند دے دغه نه غواړم شاهده
چی زړه د محبت د حادثاتو نه خالی شی


شاهد علی شاهد

زه د ګمان هری تیاری نه لری کیناستمه


 زه د ګمان هری تیاری نه لری کیناستمه
اوس د خپل ځان د تماشی نه لری کیناستمه

دا احتجاج زمونږ پوره دے که پوهیږی پری څوک
ته د ګودر زه د حجری نه لری کیناستمه

دا احترام کوم د مینی او که جبر په ځان
چی پسی مرمه د هغی نه لری کیناستمه

چی ستا د نوم دعوا کونکو کافر اوګڼلم
ستا د حرم د دروازی نه لری کیناستمه

سدهیره ! دی سره به سر شی د پی مخی پښتو
زه چی د ذات د دائری نه لری کیناستمه


سدهیر ساده 

په ډیرو زړونو باندی راج دے زما


 په ډیرو زړونو باندی راج دے زما
خو مینه ستا د زړه علاج دے زما

درنه خفه یم مروره نه یم
دا خاموشی لږ احتجاج دے زما

زه به پری پهی د سرو شونډو ږدمه
چی هر یو زخم دی محتاج دے زما

ما د حپل هر ارمان مرۍ خفه کړه
مینی ته دغه یو خراج دے زما

چی ستا له مخه دے نو خوښ می دے ډیر
هر یو تهمت دی د سرتاج دے زما

یمه سحر ! زه به رڼا خوروم
دیوال که لاره کښی سماج دے زما


ناهیدسحر 

په ډیرو تلوسو کښی می ارمان د خیره یو دے


په ډیرو تلوسو کښی می ارمان د خیره یو دے
یاران به می بلها وی خو جانان د خیره یو دے

یو نه دے ستا محل زما جونګړه خو جانانه
زما او ستا په سر باندی اسمان د خیره یو دے

زما د خلی خبره د جانان د خلی خبره
دوه خلی دوه پکښی ژبی خو بیان د خیره یو دے

په ښکلو هم تیږیږی په مئینو هم تیریږی
ګردش کښی د وختونو چی دوران د خیره یو دے

هم داسی د زمان او د مکان په قید کښی ښه یم
بیل بیل ښکاری صادقه ! خو زندان د خیره یو دے

حسین احمدصادق 

ستړے کوه می مه دنیا ته به دی وښایمه


ستړے کوه می مه دنیا ته به دی وښایمه
درده ! شاعر یمه هر چاته به دی وښایمه

ژونده ! که سم نه شوی او بیرته راپخولا نه شولی
مور ته به ووایم دعا ته به دی وښایمه

په سرو زخمونو کښی به راوړم د لمرونو تخم
اے تکی توری شپی رڼا ته به دی وښایمه

د ګریوانو نو په معنا دا خلک نه پوهیږی
بیواسۍ ! څه وکړمه چاته به دی وښایمه

شپون ! به د هر زخم په ساه کښی ستا تصویر وګنډم
د خپل جنون هره سودا ته به دی وښایمه

هیواد شپون

نه دی خبرو ته زه پریښودم نه تا څه ووی


 نه دی خبرو ته زه پریښودم نه تا څه ووی
نه ډیوه بله شوه او نه ورته هوا څه ووی

زما له نومه چی منکره شوی بی وسی جینۍ
هغه شیبه درته د خپل زړګی درزا څه ووی

نور می په خپل نظر زړه سوځی درته نه درګورم
لکه یتیم یی په سلګو کښی راته بیا څه ووی

کوم د مودو مئین د چا نازک مړوند ونیوه
لکه ماشوم ورته بنګړیو په شړنګا څه ووی

شرره ! نن می درپسی له حده ډیر وژړل
شرره ! نن دی په ملګرو کښی یو چا څه ووی


شرر ساپي

ما خپلولے شو جانان تا به لیدلے وے خو


  ما خپلولے شو جانان تا به لیدلے وے خو
که دا غربت نه وی ارمان تا به لیدلے وے خو

غلط به ولی تلو کاروان تا به لیدلے وے خو
چی زه تری مخکښی وے روان تا به لیدلے وے خو

محبوبی څه چی کیږی دا د بی وسۍ نه کیږی
ګنی نو څه شے دے پیزوان تا به لیدلے وے خو

په محبت کښی تا په ما هډو ازمیښت اونکړو
چی زما څومره وو ایمان تا به لیدلے وے خو

ستا به ډیر قدر وے که تا قدر د وخت کړے وے
که پیژندلی دی وے ځان تا به لیدلے وے خو
=
رقیبه کاش ما چی څوک خپل ګڼو هغه پردے شو
وو به د زړه کور می ودان تا به لیدلے وے خو


ودان اتمانخیل