Pages

Tuesday, January 30, 2018

د ماشومتوب د وخت غصه به وه سړه به دی کړا


 د ماشومتوب د وخت غصه به وه سړه به دی کړا
یاد دی شی تا به لولکۍ ونیوه مړه به دی کړا

تاچی به شوڼدی د غصی په وخت کښی وچیچلی
څه عجیبه غوندی ښکلا وه یو په دوه به دی کړا

ستا د اظهار نه به ما دغلته قیاس اغستو
خبره هر څو که به لنډه وه اوګده به دی کړا

درتلم یواځی خو یواځی دی راپریښی نه یم
هر ځل یو نوی تلوسه وه راسره به دی کړا

ستا مکیزونو ماته چل د انتظار ښودلے
چی راروانه به سحر شوی نو غرمه به دی کړا

دا یو انداز دی د شهکار نه اوس هم نه هیریږی
سترګی به ښکته دی کړی ماته چی وعده به دی کړا


ارشدجان شهکار

چی لوبی د بی وسو په ارمان چرته اونه کړی


 چی لوبی د بی وسو په ارمان چرته اونه کړی
یقین کوه ټول عمر به تاوان چرته اونه کړی



ټناکی د تلو به ورته ښایمه ورځمه
په ما باندی د نه راتلو ګُمان چرته اونه کړی



پکول کښی د غانټول ګلونه ځکه ګرځوومه
چی څوک راباندی زیرے د خزان چرته اونه کړی

غټانو د میوو پوستکی مه ولۍ کوڅو ته
ژړا د خواری کښو ماشومان چرته اونه کړی

بیګا یی میخانه کښی په ګریوان باندی توئی کړی
زاهد خو چی په دغه خله اذان چرته اونه کړی

ظالم خو عندلیبه د څاروو په صف کښی شماره
انسان هغه چی ظلم په انسان چرته اونه کړی


فضل حکیم عندلیب 

په زړګی کښی به ارمان ساتی ځوانی ده


 په زړګی کښی به ارمان ساتی ځوانی ده
حامخا به یو جانان ساتی ځوانی ده

ته چی وائی نو واعظه ښه به وائی
خو تر سو پوری به ځان ساتی ځوانی ده

هغه حسن د رنګونو ډکه غیږه
خدایه ته به می ایمان ساتی ځوانی ده

چی جذبی د پیغلتوب مستی راواخلی
احساسات به ورته ځوان ساتی ځوانی ده

په پیرۍ کښی وی سیمابه داسی چرته
دا چی رنګ په رنګ یاران ساتی ځوانی ده


ډاکټر شیرزمان سیماب

هزار ځله مې قربان کړه له کعبی نه


هزار ځله مې قربان کړه له کعبی نه 
هزار زله کړه زما دا مرۍ غوڅــه

سترګې وتړه په پښو کښې درته پروت یم 
چې چاړه دې له هیبته نشې پڅه 

چې په زړه کښې دي په ما رحم رانشې
څه چې عمر وې کوه هغسې هڅه

اسحاق جلبل

زه د انتظار د سترګو ور یمه


زه د انتظار د سترګو ور یمه
زه هم د چا زړه د چا ځیکر یمه


ما باندی خپل فکر نازل شوے دے
زه د احساساتو پیامبر یمه

پټ می که په خاوره کښی زرغون به شم
زه د خپلی خاوری بختور یمه

کلی کښی پیدا په ښار کښی زوړ شومه
ځکه د حرفونو جادوګر یمه

څوک وائی بی مله یم یواځی یم
سر د چا د غم د لوئی لښکر یمه

چوف می کا پخپل رقیب نو ړوند به شی
زه د محبت داسی منتر یمه

ټیک ده سیورے نه لرمه ښه وائی
سروه یم چنار یمه نختر یمه

تا راته فتنه ووی تا شر ووی
وګوره بشر یمه که شر یمه

نورالبشرنوید

زړه به دی نه وی خو رضا به شی زه داسی یمه


 زړه به دی نه وی خو رضا به شی زه داسی یمه
ماسره مه کینه زما به شی زه داسی یمه

مه غنم رنګه داسی ړنګه غاړه مه راکوه
زما د هر ماښام سودا به شی زه داسی یمه

سترګو کښی دشت لهجی کښی تنده په نظر کښی لټون
راځه قربان خو وار خطا به شی زه داسی یمه

د لیونتوب پیښی می مه کوه خبره واوره
دا ټوقی نه دی په ریښتیا به شی زه داسی یمه

ته به وی څنګه چی ممتاز درګورم څنګه به شم
خو چی ما ګوری په ژړا به شی زه داسی یمه


ممتاز اورکزے

ماحول حیران ښه دے وریږی پرخه


ماحول حیران ښه دے وریږی پرخه
د وصال شان ښه دے وریږی پرخه

پریږده چی نن خو سره یخ کړو زړونه
واز مو ګریوان ښه دے وریږی پرخه

د سرو جامو چاپ به دی کینی په ما
نن خو دالان ښه دے وریږی پرخه

باغوان په مونږ سیل د ګلونو وکړو
باغ یی خندان ښه دے وریږی پرخه

ورته پسخیږی د بیدیا ګلونه
لوند می جانان ښه دے وریږی پرخه

باران ښه نه دے راز و نیاز به کوو
نن شین اسمان ښه دے وریږی پرخه

چار دیوارۍ کښی زما زړه تنګیږی
ویړ بیابان ښه دے وریږی پرخه

دا تغیر خو زیږوی تماشی
موسم روان ښه دے وریږی پرخه

رڼا د ستورو ده کافی خیبره
رنګ د رومان ښه دے وریږی پرخه

د خپل خيال په آئينه کښې ورته ګورم


 د خپل خيال په آئينه کښې ورته ګورم

بل ځائې نۀ ګورم په زړۀ کښې ورته ګورم

ستا په ياد کښې چې له سترګو مې جدا شي
سوي اوښکه وي لېمه کښې ورته ګورم

چې د مينې فلسفو کښې ئې پناه شم
بيا حېرانه په هر څۀ کښې ورته ګورم

پلوشې مې د جانان په ما خپرې شي
په رکوع اؤ په سجده کښې ورته ګورم

پاکه مينه ئې زما زړۀ کښې ځائې شوې
د لمحې ژوند په لمحه کښې ورته ګورم

لاثاني حسن ئې ما نشه نشه کړي
داسې نۀ چې په نشه کښې ورته ګورم

مړ ارمان ته سپين کفن مې غاړه وځي
زۀ غالب په جنازه کښې ورته ګورم