ماحول حیران ښه دے وریږی پرخه
د وصال شان ښه دے وریږی پرخه
پریږده چی نن خو سره یخ کړو زړونه
واز مو ګریوان ښه دے وریږی پرخه
د سرو جامو چاپ به دی کینی په ما
نن خو دالان ښه دے وریږی پرخه
باغوان په مونږ سیل د ګلونو وکړو
باغ یی خندان ښه دے وریږی پرخه
ورته پسخیږی د بیدیا ګلونه
لوند می جانان ښه دے وریږی پرخه
باران ښه نه دے راز و نیاز به کوو
نن شین اسمان ښه دے وریږی پرخه
چار دیوارۍ کښی زما زړه تنګیږی
ویړ بیابان ښه دے وریږی پرخه
دا تغیر خو زیږوی تماشی
موسم روان ښه دے وریږی پرخه
رڼا د ستورو ده کافی خیبره
رنګ د رومان ښه دے وریږی پرخه

No comments:
Post a Comment