د خپل خيال په آئينه کښې ورته ګورم
بل ځائې نۀ ګورم په زړۀ کښې ورته ګورم
ستا په ياد کښې چې له سترګو مې جدا شي
سوي اوښکه وي لېمه کښې ورته ګورم
چې د مينې فلسفو کښې ئې پناه شم
بيا حېرانه په هر څۀ کښې ورته ګورم
پلوشې مې د جانان په ما خپرې شي
په رکوع اؤ په سجده کښې ورته ګورم
پاکه مينه ئې زما زړۀ کښې ځائې شوې
د لمحې ژوند په لمحه کښې ورته ګورم
لاثاني حسن ئې ما نشه نشه کړي
داسې نۀ چې په نشه کښې ورته ګورم
مړ ارمان ته سپين کفن مې غاړه وځي
زۀ غالب په جنازه کښې ورته ګورم

No comments:
Post a Comment