د سرو لمبو په لار درتلم لمبې مې نه پیژندې
ستا استانه ورانه وه ستا کوڅې مې نه پیژندې
چې د طـــوطیانو د تنزرو آوازونه نه وو
خدایه کنه!دغه نعرې سورې مې نه پیژندې
حالاتو داسې لیونې سپیلنې کړي ومه
د خپلو غرونو د شپونکي ټپې مې نه پیژندې
ستا غوڅو شونډو له مې قرض ټکورونه غوښتل
د خپل ریدي زړګي د داغ شوغلې مې نه پیژندې
مینې دې تل داسې خُمار خُمار ساتلی ومه
په میخانه کښې اوسیدم نشې مې نه پیژندې
ما خو ستا ذکر بی حسابه بی حسابه کوو
ما خو اُلفت کوو تسبې مسبې مې نه پیژندې
ما که هر څو د زان سره راوړې شپې وې د غم
زه سندربولی د سحر وم شپې مې نه پیژندې
ستا د جبین د سخاوت د پیزوینو نه زار
که په ژوندون مې وې خورې تیرې مې نه پیژندې
وه د سائل مدرسه خپله پښتنه ټولنه
چارې د پت مې پیجندې پتنې مې نه پیژندې
رحمت شاه سائل

No comments:
Post a Comment